
یکنانیوز راپور راکړ،د قدس رضوي آستان د قرآن او عترت د مرکز مسؤل په یولړ څرګندونو کې ووئيل، زمونږ په هېواد کې د تېرې اوونۍ په لومړیو کې له رامنځته شویو دردناکو پېښو وروسته د قرآن کریم د سپکاوي یادونه وکړه او وې ویل: دغه مرکز د هېواد هغو ټولو جوماتونو ته، چې سپکاوي ئې شوي دي، د جوماتونو د اړتیا له مخې، لږ تر لږه ۵۰ توکه او تر ټولو ډېر تر ۱۰۰ توکو پورې د قرآن کریم مصحفونه ډالۍ کوي.
زیانمنو شویو جوماتونو ته د قرآن ډالۍ او د تلاوت غونډو جوړول
د آستان قدس رضوي د قرآن او عترت د مرکز مسؤل حجتالاسلام والمسلمین سید مسعود میریان، له ایکنا خبري اژانس سره په مرکې کې، د وروستیو څو شپوپه دردناکو او بوږنونوکو پېښو کې د قرآن کریم د سپکاوي په اړه وویل: دغه پېښې د ګډوډوونکو د تاوتریخوالي او د عامه ځایونو د ویجاړولو له امله رامنځته شوې، چې په ترڅ کې ئې د هېواد یو شمېر جوماتونه او سپېڅلي زیارتونه هم زیانمن شوي دي.
هغه زیاته کړه: د قدس رضوي آستان قرآني مرکز به د هېواد په کچه هغو ټولو جوماتونو ته، چې په دغو پېښو کې ئې سپکاوي شوي دي، د اړتیا له مخې لږ تر لږه ۵۰ او تر ۱۰۰ ټوکو پورې قرآن کریمونه ډالۍ کړي.
د قدس رضوي آستان د قرآن او عترت د مرکز مسؤل ټینګار وکړ:پر دې سربېره، ددغو جوماتونو له بیا رغونې وروسته به په ټولو کې د «رضوي تلاوت څوکئ»نومې پروګرامونه هم ترسره شي، چې جزییات به ئې ډېر ژر اعلان شي. په همدې موخه به د دغو جوماتونو له ټولو مسؤلانو، د جماعت له امامانو او د کمیټیو له هیئتونو سره اړیکه ونیول شي، او دا چاره به په نږدې راتلونکي کې عملي شي.
https://iqna.ir/fa/news/4328377